[داود خان په اړه او د حکومت دوره
1953- 1963 ارواښاد محمد داود خان د سردار محمد عزيز خان زوی دی . په 1909 کال په کابل کې زېږېدلی دی. ده خپل منځيني تحصيلات په استقلال ليسې کې سر ته رسولي دي . په فرانسې کې ېې د کور جوړونې (مهندسۍ) په څانګه کې درس ویلی و او د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړه وکړه. دی په 1934 کال کې د مشرقي د ولايت نايب الحکومه شو. په 1935 کال کې د کندهار د ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د 1939 کال څخه تر 1947 کال پورې د مرکزي قواؤو قوماندان و. په 1948 کال کې د يوه کال له پاره داخله وزيرشو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيرو. د 1949 کال څخه تر1953 کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې ددفاع وزير و.
محمد داود د 1953 کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې د کابينې په جوړولو موظف کړای شو. دی يو وطنپال او د عياشۍ او رشوت خوړلو څخه يو مبرا افغان و. صادق مسلمان او ډېر با تقوا و. دی د رهبري شوي اقتصاد پلوی ښکارېده او په عين حال کې ېې زميداري (کروندګرۍ) او خصوصي پانګونه هم تقويه کوله . دی د هغوکسانو سره چې امتيازات ېې دځان له پاره غوښتل ښه نه و
حتی ده د خپل فاميل د امتيازاتو سره هم مخالفت کاؤه. ده د خپل له نوم څخه رسمآ د والا حضرت نوم لرې کړ. محمد داود خان غوښتل چې د افغانستان څخه يو مترقي ، د سياسي ، اقتصادي او اجتماعي پلوه پرخپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي . ده غوښتل چې په هېواد کې دې افراط تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي.
خداى (ج) بښلى محمد داود خان د (1352) د چنګاښ د (26) د سه شنبې په سهار د راديويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلام، هغه ته د قانونيت وركولو او استقرار لپاره يې د 1352 د زمري په (4) د رژيم د پاليسۍ پر بناء د سياسي، قضايي، اداري او اقتصادي مسئلو په هكله تقنيني فرمانونه صادر كړل، دغه فرمانونه چې انفاذ يې د (1355) فصلونو او (136) مادو كې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د (1355) د سلواغې د مياشتې د لويې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې اعتبار درلود، لومړۍ ګڼه فرمان يې په (9) مادو، دوه يمه ګڼه په (4) مادو او درېيمه ګڼه يې په (18) مادو كې تنظيم شوى وو.
وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د 1343 كال د اساسي قانون له مخې په (13) جرګې لخوا تصويب شو چې د هغه د (124) مادې پر موجب يې د ملي جرګې جوړېدل د (1358) كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي و.
د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له (26) قوانينو، (12) تقنيني فرمانونو، (30) اساسنامو، (12) مقررو څخه عبارت و چې په ټوله كې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په (523) مادو كې او مدني كود په (2416) مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو (اراضۍ)، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداګرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستګاه له قانون څخه يادونه وكړو.
نا ويلي دې پاته نشي د جزاء او مدني قوانين چې د خداى بښلي محمد داود خان په وخت كې د هېواد د قانونپوهانو لخوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغې جملې څخه د مصر، الجزاير او عراق د هېواد د متخصصينو په همكارۍ تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكيو په تنظيم كې اغيزمن سند ګڼل كېږي. |