يوه رښـتيني قصه
درنو لوستونکو دا يوه رښتينه قصه ده چي څه موده وړاندي مو د يو چا له خولي ليکلي ده خو يو څو مهم ټکي يي تاسي ته دلته وړاندي کوم.
هغه ورځ چي هغي په نښه کړي وه چي زه به بيا راځم خو هغه ورځي ډيري راغلي بس هغه را نغله.
زه به هره همغه ورځ په انتظار وم چي دي په نښه کړي وه چي رابه شي خو نه رانغله،هره ورځ به مي دهغي هغه سوالونه په ذهن کي تاويدل را تاويدل چي هغي به د خبرو پر مهال له ماڅخه کول او دخبرو
پرمهال به يي چي کوم حرکات کول هيڅ د هيريدو وړ نه وډيري ورځي تيري شوي شپه او ورځ به دهغي د معني نه ډکو خبرو په سوچونو کي وم او له ځانه سره به مي د هغي خبري تکرارکولي خو هيڅ نه کيدل
باالاخره دي ته اړ شوم چي نور يي له ياده وباسم يوه ورځ مي خپل بريـښناليک کتلو چي د راغلو ايميلونو بکس ته لاړم په يوه نا اشنا ايميل مي سترګي ولګيدي چي عنوان يي دا و (سلامونه اي حياناکه!) ما دا خط په بيړه خلاص کړ لومړي مي هغه کرښي ولوستي چي له (Attachment)سره يي ليکلي وي په داسي ډول:
سلامونه او احترامات اي دحيا خزاني ،اي دباور او حقيقت نه ډک مسلمان هلکه نوري خبري به ليک
کي وکړو لومړي (Attachment) دي کمپيو ټر ته ښکته کړه له خدايه غواړم چي هميشه درکي پورتني صفات پاتي شي.
کله چي مي (Attachment) کمپيوټر ته ښکته کړه داسي يي ليکلي و:
د سترګو تور مي نه هيريږي
که چيرته تيرشي سل وا زر کلونه
ستا خاموشي نه وه بلاوه
زما په زړه باندي يي تير کړل ډير غمونه
زما دا يو خبره واوره
دسترګو کونج کي چاته مه ګوره مينه
زما دي قسم په ذوالجلال وي
چي ستا ښکلو سترگو د کتو ارماني يمه
ستادي پښتو باندي قسم وي
دخپلو سترګو خيال دي ډير ساته مينه
زما قلم تاته ليکل کړي
زړه مي يوځاي ورسره ستا سترګي يادوينه
وروسته يي داسي ليکلي و:اي د حيا او پښتو نه ډک غيرتي مسلمانه هلکه نوم دي نه ليکم تاته يواځي همدا نومونه کفايت کوي هيله لرم چي روغ او جوړ اوسي زه ډيره بخنه غواړم چي مي د راتلو وعده
وکړه خو ومي نشوکړاي چي درشم دخداي پاک او انسان اراده يوه نه وي زه ډيره لري تلي يم دومره لري يم چي تصور يي نه کيږي خو بس دا واوره چي ستا انسانيت ،شرافت او غيرت به هميشه يادوم او
دحيا صفت به دي هرو مرو له ځانه سره ساتم زه ستا دحيا قدر کوم په ما ډير زيات ګران يي ،زه د هغو کړنو له تانه ډيره زياته بخنه غواړم چي کله به تا خبري کولي او مابه درباندي دوهم ځل تکرارولي درته
به مي وويل :څه؟ زه پوه نه شوم او... ددي مطلب دا نه و زه به ستا په خبرو نه پوهيدم يا به مي نه
اوريدي بلکي ستا هغه حياناک سټايل به مي خوښ شو چي يوه لاس کي به دي ماوس بټني ته فشار
ورکاوه او له حيانه به دي د مانيټور سکرين ته کتل او خبري به دي کولي ستا به هيڅ کار په کمپيوټر
کي نه و زه پوهيدم خو تا حيا کوله داسي دي کول ، مابه ډير کوشش وکړ چي ماته وګوري او زه ستا
دګلاليو سترګو تماشه وکړم خو تابه له حيا نه په هيڅ شان ماته نه راکتل که کله به دي غلطي کي
راوکتل نو مابه ستا سترګو ته داسي کتل لکه ټول ژوند مي چي همدي کي پروت وي زړه به مي تسکين شو يوبيل خوندو ستا سترګو کي اي الله څومره ښـه مقام و ،خو ته هم ژوندي مري وي ډير زر
به پوه شوي او سترګي به دي د عاجزي کړي او بيا به دي سکرين ته کتل شروع کړل رښتيا خبره داده
چي زه ستا د نازولو او عاجزو تورو سترگو عاشقه يم او له بله پلوه دي رانه انسانيت او اخلاقو زړه
وړي هروخت دي يادوم يو ګلالي عکس دي راسره دي هروخت يي ګورم او زړه ته پري تسکين ورکوم چي به بيا سره يوځاي شو . هره ورځ تا پسي کړيږم رنځوره يم خو څه وکړم چي زه ډيره زياته مجبوره يم هيڅ نشم کولاي.
اي زما دزړ ه قراره خبره نه اوږړه وم په اخر کي درنه هيله کوم چي څنګه يي او کوم صفات درکي دي
همداسي اوسه خير دي يو منت مي واوره چي خرابي يي نه کړي ښي يي وساته څه درته يادوم پوه شوي ؟؟؟ ولي نه پوهيږي ګلالي سترګي دي يادوم، يوه هيله درنه کوم چي زما ايميل ته ځواب ورنکړي ته به وايي ولي؟ خو دومره درته وايم :
په اخرت به لالي غواړم
په دي دنيا يي ظالمان نه راکوينه
د پاکستان له پنډغالو نه مو خپل کلي ته کډه راستنه شوه. له غټ شش پای موټر څخه مو د کور د سامانونو ښکته کول پیل کړل. د کورنۍ ټول غړي په کار باندې
مصروف وو.چې له نږدې ګاونډه یو ښځه راغله . شکور چې په خیر سره مو کډه
خپل کورته راستنه شوه. روغ بړ یې زمونږ د کورنۍ ټولو غړو سره و کړل.
شاه ته پسې دوې لوڼه راغلې چې یوه کوچنې او بله لږه څه لویه وه. مور یې پرې غږ کړو هله لوڼو د سامان په ښکته کولو کې مرسته ورسره وکړﺉ . کوچنۍ لور یې مور ته وویل . مورې! مونږ راغلو خو څانګه نه راتله . مور یې وویل .
تاسو کار کوﺉ هغه به هم راشي . د کور ټول سامانونه له موټره ښکته شول او په
کور ځای په ځای شول . چې ګورم یوه دنګه پیغله نجلۍ چې د چاي پتنوس یې پر
سر دی راغله . مور ته یې غږ کړ ادې ! چای مې راوړو. مور یې وویل لورې ! ښه دې وکړل. او بیا پیغله نجلې راغله زمونږ د کورنۍ غړو سره یې روغ بړ پیل کړل. وار پر ما راغی . زما مور ته یې وویل ترورې! دا زرغون دی؟
مور مې وویل . هو بچیه ! زرغون دی. نجلې وویل . څومره ستر شوی دی او زیاته یې کړه زرغونه ما پیژنې؟
ما وویل والله یاد نه راځې . هغه وویل .خدای دې مړ کړه . زه څانګه یم مونږ تاسو چې واړه وو . مازدیګر به د تاوده تناره له غاړې چاپیره ناست وو . د دیوانو او بلاګانو کیسې به مو کولې . ما بیا وویل والله مانه هیر دي .څانګې زیاته کړه ګرم نه یې . ډیر کالونه وشول چې نه مودي سره لیدلي.
»»»»»
د ژوند شپې ورځې تیریدې پیغلې څانګې به چې کله زه په لار کې ولیدم . نو راته موسکۍ به شوه . او ویل به یې . کله نه کله زمونږ کورته راځه .مابه وویل .
والله ښونځي ته ځم اوبیا چې راشم د پټیو کارونه کوم . هغه به وویل کله چې وزګار وې نو راځه. زما به هم در سره ساعت تیریږي. ما به چې هم کار نه درلوده نو د څانګې کور ته به ورغلم . څانګې به راسره ډیره خوږه رویه کوله.
او ډیره به یې دا خبره کوله زرغونه په خدای چې راباندې ګران یې.
کله به یې زما لاسونه په خپلو لاسونو کې ونیول او ټینګول به یې او کله به یې زما د سر په ویښتانو کې ګوتې وهلې. کله به یې لاس زما پر اوږو واچوو په ځان پورې به کلک ونیولم. خو زه لکه د چارسدې بیړه نه پوهیدم. له عمر هم کم وم.
یوه ورځ چې د سر ویښتان مې ښه غوړ کړي وو. سپینې جامې مې اغوستې وې
هغه د چا په اصطلاح چې ځان مې ښه سنګارکړې وو د څانګې کورته ورغلم
او دا مهال مې د ځوانۍ تاز اور د بدن اړخونه لمسول.
څانګې چې زه ولیدم له ډیرې خوشحالۍ یې رامنډه کړه. او په غیږ کې یې کلک ونیولم . او زیاته یې کړه . مړ شې څومره ښایسته شوې یې. او ما ته یې وویل
ته کینه دلته زه زر راځم . څانګې په ډیره بیړه په مریو جوړه د رانجو لجرومه راوړه. او سترګې یې ښې نرې راباندې تورې کړې. او بیا جیب ته لاس کړه
ښه ترخه دندسه یې راکړه . دندسه مې چې یوڅو شیبې په خوله کې اړوله راوړوله. شونډې مې تکې سرې شوې. څانګې وویل . اوس مې شهزاده درنه
جوړ کړو. او زیاته یې کړه زرغونه سترګې دې ډیرې ښکلي دي.
ما باندې ډیر ګران یې . زما هم له خولې ور ووتل . ته هم راباندې ګرانه یې.
هغې وویل . رښتیا وایې. ما وویل هو. څانګه پاڅیده له کوټې ووته او زر بیرته راغله . زرغونه ادې مې په پټیو کې واښه راټولوي. هیڅ څوک نشته .
زه غواړم .......
ما وویل . څه ؟ هغې وویل . خفه کیږې خو نه ؟ ما وویل نه ولې خفه کیږم ووایه څه خبره ده؟ . هغې وویل . شرمیږم کنه .ما وویل . مه شرمیږه . ووایه .
هغې وویل . زه په تا مینه یم. ددې خبرې په اوریدو مې پښې ولړزیدې او زړه مې ټکان پیل کړو. څانګې زیاته کړه هیڅوک هم نشته. لږ دې مخ رانږدې کړه.
زه ویریدم . چې څوک به راشي . خو څانګه نوره د مستۍ په لمبو ګډه شوه. ټینګ یې په غیږ ونیولم . او دومره یې ښکل کړم . ته وا اوبو وړې ورور مې ژوندی ورته پیدا کړی وي. زما هم زړه ورته اوبه اوبه شو . زمونږ د کلیوالو په اصطلاح چې شیدې مې ورته پریښودې. د مچکو سور اور بل شو. له دې نه وروسته زه هم د میني په خطرناک سرطان ناروغ شوم . اوشپه ورځ مې د خوب سره خدای پااماني وکړه.
»»»»»»»
نور مو د ورځې دیدنونه بند کړل. د ماسخوتن له ډوډۍ وروسته به له کوره دباندې راووتم .مخامخ به د څانګې کورته ولاړم . او څانګه به هم د غوا د لویشلو په بهانه
د غوا کوټه ته راغله . غوا به یې زر زر ولویشله . اوبیا به په توره تیاره کې د کورد دیواله ترشاه یوڅو شیبې د شونډو تبادله او د تودو غیږو قیامت جوړ شو.
د کوهاټیانو په وینا چې ژوند ښه په درز کې روان وو. یو ماسخوتن څانګې راته وویل . ترڅو به د قیامت او د انتظار ژوند کوو. ته باید له ماسره واده وکړﺉ.
ما وویل داسې وخت به کله وي. څانګې وویل . بله چاره نشته . زه خو مې مور او پلار ته نشم ویلی . ماوویل زه هم نشم ویلی . خو چاره څه ده؟ هغې وویل .
خدای مو دې نصیبونه سره وکړي . زه د جمعې په شپه زیارت ته ځم . نذر به ونیسم .نفلونه به هم پکې وکړم . خدای خو مهربان دی . خدای به مو سوال قبول کړي. څانګه څو څو ځله زیارت ولاړه . او ما هم په نفلونو ځان شل کړو. او خدای ته به مې هم دا یو سوال کاوو.
څانګه زما په مینه کې دومره لیونۍ شوه چې په زیارت کې یې د خپلو وړو خویندو پر مخ په لوړ غږ وویل . خدایه ! ددې نازولي زیارت په برکت مې زرغون په نصیب کړې. خویندو یې چې دا خبره واوریده کورته راغلې اومورته یې ټکي په ټکي د څانګې حال بیان کړو. مور یې ددې خبرې په اوریدو د څانګې له خولې چې راته ویل یې . له غصې نه تکه سره شوه . او څانګې ته یې وویل . دا بې شرمې سترګې وخورې . ته ډیره کم اصله نجلۍ یې . شرم نه درځي. غواړې چې په ټول کلي کې مو وشرموې . له نن نه وروسته به یو قدم هم د کور نه دباندې رانه وانخلې. او هغه زرغون دی که څه بلا . چې په دې لار راشي په تبرګي به یې ووهم. نوره څانګه د مور د نظارت لاندې شوه. د ماسخوتن د غوا لویشل او پټیو ته راتلل او تردې چې ګودر ته تلل هم پرې بند شول . او پرما هم دا لوی جهان دومره تنګ شو. لکه مرغه چې په کفس کې بند شي. زور او اندیښنې مې ملګرې شوې
خوب مې ښه پسې ورک شو. دردونو ، فریادونو او ژړا په سرواخیستم .
د څانګې اخوال مې په یونامعلوم ډول اخیستو چې تمامه ورځ ژاړي
او ګلابي رنګ یې زیړ اوښتی دی. مور به یې چې په لار کې راباندې راغله
په ظاهر به یې څه نه ویل خو زړه کې یې یو دوزخ اورراته بلیده.
زما هم حال خراب شو . د چاسره مې خبرې نه کولې. ډوډۍ او چاي به هم خوند نه راکاوه. یوازې به پروت وم . سوچونه به مې کول او ژړیدم به.
ورورڼو به مې ډاکټرانو او ملایانو ته بوتلم . پنډه پنډه دواګانې اوتعویزونه به یې راکړل. خو زما غلاج دا نه وو. مور به مې شپه ورځ راته ژړیده .
چې څوک به مې پوښتنې ته راغله . نو موربه مې ورته ویل. زوی مې نه ډوډۍ خوري نه چای څښي . ورځ په ورځ یې حال خرابیږي. ملایان وایي چې کوم جاویي څښت یې خوړلی او تعویزونه پرې شویدي. د ظالمانو دې خدای بچیان مړ کړي . زما زوی له چاسره بد کړي ؟ چې دا خیالګره ځواني یې نه پرې لوریږي.
د مور په خبرو به ماته کله خندا راغله او کله به مې بې دریغه وژړل. زما په بیمارۍ باندې زما یو نږدې انډیوال خبر شو .سمدستي یې پاکستان کرم ایجنسۍ څخه ځان راورسوه. کله یې چې زما حال ولیدو نو ډیر خفه شو. زما مور او دکورنۍ غړو ته یې وویل . زه زرغون کرمې ته بیایم .هلته زما یو نږدې ملګری پوخ ملا دی ښه تعویزونه کوي. وربه یې ولم . ما خپل انډیوال ته وویل.
چې زه نه ځم . خو زور د هغه او زما د کورنۍ د غړو شو . کرمې ته ولاړو
شپه مې له انډیوال سره وکړه. سبا بیګاه ته دجمعې شپه هم وه د ملا کورته ورغلو.
زه خو پوهیدم چې خبره څه ده او ولې ناروغ یم . خو له ځان سره مې وویل . ځه د ملا دې هم راباندې خپل څښتونه اوتعویزونه وازمویي . ملا ته ډیر خلک ناست وو ټولو ته یې څښتونه ، تعویزونه او پلیتې وکړې. بلااخره وار پر ما راغی.
ملا پوښتنې رانه پیل کړې . زړه دې تنګیږي ؟ بدن دې سوزي؟ د سرویښتان دې
تویږي؟ قتل خو دې نه وي کړي؟ همداسې نورې ډیرې.ما وویل نه . ملا وویل نوبیا ولې ؟ ما وویل . نه پوهیږم . ملا زما انډیوال ته وویل ته یو څو شیبې دباندې ووزه.زه له ده سره یوڅو خبرې پټې کوم. انډیوال مې دباندې ووتو.
او ملا وویل . زرغونه ! یوه خبره درته کوم راسره منې به یې . دروغ به نه وایې
زه مرسته درسره کوم . زما درسره قول دی چې هیچا ته ستا راز ونه وایم.
خو وعده به کوې چې صفا حال به وایې.
زه هم چې نور پړسیدلی وم . ملا مې ښه سړی وباله چې د خپل زړه زنګ ورسره لرې کړم. نو ومې ویل . ملا صیب ! مین یم مین . نور په ژړا شوم او ټول تیر کړه وړه مې ټکي په ټکي ورته وویل . ملا هم لکه چې ښه پوخ مین وو. زما په خبرو یې سلګې پیل کړې. او وویل . زه پوهیدم چې خبره څه ده؟ وايي چې له یوې زړې ښځې نه چا پوښتنه وکړه چې ولې وښیاره یې ؟ هغه ورته وویل چې راباندې تیر شویدي. او زیاته یې کړه . زرغونه ! ښکلی ځوان یې . زه دا کار په هیڅ ډول نه کوم. خوستا ژوند تباه دی. وایي چې د یو مسلمان ژوند وژغورې لکه جهان دې چې ژوغورلی وي. زه به یو تعویز درته وکړم او درې دانې څښتونه .
خو ګوره چې هیڅ کله به دا خبره د چا سره نه شریکوې. او قول به راسره کوې.
ما وویل ملا صیب ! ته چې دومره ښه راسره کوې . زه دې ړوند شم چې څوک خبروم. دا دی درسره قول مې دی. ملا صیب پوره وخت په تعویز او څښتونو تیری کړو. اوبیا یې راکړل. خو دباندې مې انډیوال په ساړه ښه جوړ کړو. ملا صیب وویل . د تعویز سره به د شهید د قبر خاوره څلورماتې ستنې یو
د مرده هډوکی یو ځای کړې او بیا به یې په اوه جوړه سرو جامو کې وګنډﺉ.
او بیا به یې د نجلۍ کورته مخامخ په یوې ونې کې راځوړند کړﺉ . کله چې باد د ونې په لور راشي او همدا باد ددوی په کور ورشي نو ددوی په کور کې به له تاسره د لویو او وړو مینه پیدا شي. او دغه دوه څښتونه به په چینه یا څاه کې واچوې چې د نجلۍ کورنۍ اوبه ترینه وړي. او کله چې ددې څښتونو اوبه ددې کورنۍ وڅښي نو ته به ورته بیخي ګران شې . بلا اخره به ددې کورنۍ ستاسې کور ته درشي . اوستاکورنې ته به دا وړاندیز وکړي چې مونږ غواړو چې له تاسو سره دوستي و کړو او د څانګې کوژده به د زرغون سره وکړو. نو بیا خو ته هم مړ نه یې کنه . او په دې بل څښت به ځان وومینځې. او اوبه به یې چرته په پاک ځای کې توی کړﺉ . خو یوه خبره یاد ولره هغه دا چې ته به درې یا څلور میاشتې له کور بل چرته ولاړ شې. یو خو به دې طبیت لږ ښه شي . او له بل خوا کله چې بیرته کورته راځې نو خبره به جوړه وي.
تعویز او څښتونه مې له ملا صیب څخه واخیستل . یو څه شکرانه مې هم ورکړه.
لږ څه امید راسره پیدا شو.سبا دوبره خپل کور ته راغلم یو څه خوشحال ښکاریدم.
او رنګ مې هم ښه وو. کورنۍ مې هم خوشحاله شوه . مور مې زما انډیوال ته ډیرې دوعاګانې کولې. ما په دوو ورځو کې د تعویزاودڅښتونو کارسرته ورساوه .
او څانګې ته مې په یو نامعلوم ډول اخوال ورکړو چې خفه کیږه مه . ډیر زر به سره یو ځای شو. څانګه هم زما په دې خبره خوشحاله شوه . په دې وخت کې
زمونږ د کلي یو کاچکبر لخوا د ځوانانو یوه ډله جوړه شوه . چې دوبۍ ته په کچاکي لاره روان وو.زه هم همدې ځوانانو وهڅولم چې ورسره ولاړ شم.
ما هم ښه وګڼله .او فکرمې وکړو ځه ورسره ولاړ شه . یو خو به چکر ووهې
او یو څه مزدوري به هم وکړې . اوله بلې خوا به د ملا صیب خبره هم عملي کړې چې درې څلور میاشتې له کوره چرته ولاړ شه . دوې ورځې وروسته
له کاچکبر سره ددوبۍ په نیت روان شوم .د پاکستان له لارې ایران ته ولاړو
په ایران کې مو څو شپې پّ ځنګلونو کې تیرې کړې . یو شپه چې د ایران د بلوچو دوه موټرراغلله . مونږ هم وروختو . دوې ورځې او دوې شپې مو مزل
وکړو.د دوهمې شپې په اخر کې د یوه ایراني کاچکبر کورته ډیرنږدې وو چې د ایران پولیسو زمونږ موټر ودروه .او مونږ ټول یې له موټر ښکته کړو. او زندان ته یې یوړو .خو دا چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د طالبانو دولت وو.
د ایران دولت د طالبانو له دولت سره سخت مخالفت درلودو. نو ایرانیانو د دې مخالفت په مقابل کې زمونږ ټولو پښتنو ماسفرینو سره ډیره بده رویه کوله.
ډوډۍ یې نه راکوله. ټولې پیسې یې رانه واخیستې . لاسونه اوپښې یې راباندې تړلي وو. تردې چې لمونځونو ته یې هم نه پریښودو .ایراني پولیسو به غټ غټ بوټان په پښو وو . مونږ به یې قطار څملولو. زمونږ پر سرو او په سینو به یې
منډې وهلې. او ځینې پولیسو خو به تمامه ورځ راباندې خپل بوکسونه او لغتې
پخولې. شپه ورځ به یې خوب ته نه پریښودو. تمامه ورځ به یې راباندې درنه درنه کارونه کول.درې میاشتې خو د چابهار چې د ایران یو ښارګوټی دی ددې ځای په زندان کې پراته وو. خو عجبه دا وه . چې ما په دې دومره تکلیفونوکې کله
یو څه سترګې سره ورغلې نو د څانګې سره به مې خبرې کولې. اوچې راویښ به شوم . نو پر شونډو به مې رڼې رڼې پولۍ ولاړې وې. ډیرو ملګرو خو به راباندې
دا تور هم لګوه .چې له ډاره یې شونډې وتلي دي . خو ما پرشونډو د پولیو حال هم
چاته نشو ویلې. وروسته له درومیاشتو نه یې زما ټول انډیوالان له ما بوتلل.
زه یوازې پاتې شوم . د ایران د یو تریاکو عملي پولیس له خولې چې راته یې
په فارسۍ کې وویل . چې ستا انډیوالان مو د ایران خاورې نه ویستل . خو زما
ګناه دا وه چې اولیني تلاشۍ کې یې زما له جیبې بټوې نه زما هغه تصویر ویستو
چې ما د پښتني دود له مخې په لونګۍ کې اخیستی وو. دایران پولیسو ګمان کاوو .
چې زه ګڼي یو طالب یم . خو لنډه دا چې ما د ایران په ډول ډول وخشیانه او کفرانه زندانو کې اوه میاشتې تیرې کړې. او د ډیرو پلټنو او څیړنو وروسته یې زه هم د افغانستان پولي غورغوري ته راوړولم . پیسې هم نه وې راسره . خو یوه
چلاکي مې کړې وه. چې د پاکستان په کراچۍ ښار په علي مارکیټ کې د چینار نوم یو هوټل کې مو کړې وې هلته مې ۳۰۰۰ کلدارې د پرتوګ په پچو کې پټې ګنډلې وې. چې د ایران سخت او وږي پولیس هم ونه تونیدل چې دا پیسې راڅخه وباسي . راومې سپړلې . او په جیب کې مې واچولې. له غورغوري نه رباط ته
او له رباط نه دوبره تپتان ته ولاړم . بیا له هغه ځایه کوټې ته ولاړم او هلته مې
په مسافرخونه کې شپه وکړه. او سبا ته د پیښور په لور راروان شوم.
د دوو ورځو مزل نه وروسته پیښورته راورسیدم .له یوخوا کورته په بینوا
راستنیدو ډیر خفه وم .خو له بلې خوا په دې خوشحال وم . چې ځه اوس خو به
تعویز او څښتونو ښه کار کړی وي. او د ځان سره به مې دا هم ویل کیدای شي
چې زما او د څانګې په اړه د دواړو کورنیو ترمنځ د کوژدې خبره هم شوي وي.
او کله کله به مې په خیال کې د څانګې پر پاسته ځنګون سرایښی وو. دې به زما
د سر په ویښتانو کې خپلې نازکې ګوتې وهلې. خو کله چې له پیښوره راراون شوم.
د ماسخوتن توره تیاره وه چې کلي ته راورسیدم . یوځل خو مې له ځان سره وویل
راځه اول خو د څانګې دیدن وکړه. بیا مې وویل کور ته به ولاړ شم . کیدای شي
چې کوم خوږ زیری راباندې وشي. کور ته راورسیدم د کور دروازه مې وټکوله.
ورور مې راووتو . ډیر زیات خوشحال شو. په کور کې د خوشحالۍ چیغې شوې
زرغون راغې زرغون راغی . د اوسیدو خونې ته ننوتم . د ټولو سره مې روغ بړ
وکړل . مور مې ډوډۍ راوړه . ډوډۍ مې خوړه چې ورورڼو مې د سفر او د زندان پوښتنې پیل کړې. ما وویل نن ډیر ستړی یم . نن شپه به خوب وکړم .
سبا ته به ټول حال درته ووایم . خو زړه مې یوې لیونۍ تلوسې ښوروه.
مور مې وویل . شکر چې په خیر کور ته روغ سلامت راستون شوې . دا دوبۍ
په ګټو پسې دې بلا وي. ډوډۍ مې په بیړه بیړه وخوړه. د ورورڼو او د مور نه
مې د خوب اجازه وغوښته . ټولو وویل ځه خوب وکړه. د خوب خوني ته روان شوم . په تلو کې مې وړې وریرې ته وویل . وریرې ! ماپسې راشه . زه د خوب
په خونه کې د کټ پر بازو کیناستم . وریره مې راغله . ما ترینه پوښتنه وکړه.
وریرې! څانګه وینې؟. هغې په بیړه راته وویل . کاکا هغه خو یې پرون خپل
ترور زوی ته واده کړه. زما له خولې زوروه چیغه ووته او زړه مې خراب شو
لیکوال :- سیدجیلاني جلان
دایکس پي دچټکتیالپاره نوې طریقې
داسې طريقې دي چې په وېنډوز كې كارلانورهم اسانه كوي او ډېرى خلك د Windows Xp په كارولو نه پوهېږي.
1. په يو پړاو كې د څو دوتنو بيانومول:
كه زيات شمېر دوتنې (فايلونه) وي او په يوځل د ټولو د نومونو بدلول غواړئ نو راته غوږ شئ چې زه ډېره ساده او اسانه لاره درته وښيم:
ړومبى ټول هغه فايلونه سلېكټ يا وټاكئ چې د نومونو بدلول يې غواړئ بيا د ړومبي فايل پر سر د ماوس Mouse پرښۍ تڼۍ كلېك وكړئ او په Rename كې د خپلې خوښې نوم وركړئ.
اوس به وينډوز په اوتوماتيك ډول د ټولو ټاكل شويو فايلونو نومونه بدل كړي او د 1،2،3 په تسلسل به يې ترتيب كړي.
2. ځينې پالنې يا خدمات چې اړتيا نه ورته ليدل كېږي
ځينې داسې پالنې يا Services شته چې ښايي د Windows XP په پيلولو كې اړتيا ورته پيدا نشي، ددې ډول پالنو د پېژندلو لپاره په كنټرول پنل كې پر Administrative Tools باندې غبرګ كلېك وكړئ، بيا پر Services باندې غبرګ كلېك وكړئ، هلته به ددې پالنو يولېست راشي، پر هره پالنه د كليك سره به د نوموړې پالنې ددندو شرحه څرګنده شي، د نوموړو پالنو د ناتوانۍ Disable لپاره چې په لاسي توګه Manually كاروكوي لاندې كړنې تعقيب كړئ:
Application Management
Clipbook
Fast UserSwitching
Human Interface Devices
Indexing Service
Messenger
Net Logon
NetMeeting
QOS RSVP
Remote Desktop Help Session Manager
Remote Registry
Routing & Remote Access
SSDP Discovery Service
Universal Plug and Play Device Host
Client
3. د سيسټم د وړتيا لا تيزوالي لپاره:
كه ستاسې سيسټم د 512 MB RAM يا زيات ولري ښايي چې د وينډوز په لنډمهاله ياد كې د ځينو ترسره كونو په بشپړتيا سره يې تېزوالى لا زيات شي، كله:
- د Start له مېنو څخه په Run كې د Registry Editor پروګرام د پرانېستلو لپاره Regedit وليكه، او OK ته ټك وركړه لاندې كيلۍ ته لاړ شه:
HKEY_LOCAL_MACHINESYSTEMCurren tControlSetControlSessionManagerMemory
ManagementDisablePagingExecutive
قيم يا ارزښتونه 1 ته واړوه
خپل كمپيوټر بيا چالان Restart كړه
4. د سيسټم د فايلونو له سلامتيا ځان ډاډمن كړئ:
Windows XP داسې يوځانګړى پروګرام لري چې د سيسټم د فايلونو د سلامتيا ډاډ وركوي چې هغه System File Checker يا sfc دى، پرانېستل يې په لاندې ډول دي:
د Start مېنو ته لاړ او په Run كې sfc /scannow وټاپئ او Enter ته ټك وركړئ.
5. د ماوس په يو ټك سره د كمپيوټر ګلول:
پرډسكټاپ په يو پړاو د كمپيوټر د ګلولو لپاره لنډ لارى Shortcut جوړولى شئ، لكه:
د ډسكټاپ په يوه شته برخه كې د ماوس ښۍ تڼۍ ته ټك وركړئ او New وټاكئ او وروسته بيا Shortcut جوړ كړئ، shutdown –s –t 00 وليكئ او بيا Next ته ټك وركړئ، په خپله خوښه دې نوي لنډلاري ته نوم وركړئ او په پاى كې Finish كلېك كړئ.
اوس تاسې كولاى شئ چې د ډسكټاپ له لارې خپل كمپيوټر په يو كمانډ سره ګل كړئ پرته له دې چې د Start مېنو ته لاړ شئ او هلته Shut Down وټاكئ او بيا خپل كمپيوټر ګل كړئ.
6. د ماوس په يو ټك سره خپل كمپيوټر ريسټارټول:
لكه څنګه مو چې په پينځم چم كې خپل كمپيوټر د ماوس په يو ټك سره ګلولاى شو، همداراز يې د ماوس په يو ټك سره Restart بياپيلولاى شو، هغه داسې چې:
نوي لنډ لاري Shortcut ته Shutdown –r – t 00 وليكو، اوس تاسې په ډاډمن زړه خپل كمپيوټر د ماوس په يو ټك سره بياپيلولاى شئ. كه يې نه منئ يوځل يې وازمويئ.
7. له ګڼ كپانو څخه خپل سيسټم ساتل:
كه تاسې نه غواړئ چې ستاسې كمپيوټر ته دې څوك ورنېږدې شي او په ډېره او ډېره تېزۍ سره يې له ګڼ كپانو څخه ساتئ نو په ډېره سادګۍ او اسانۍ سره د كليدړې پرمخ د Windows د نښان درلودونكې تڼۍ له L توري سره غبرګ ونيسئ نو له بلا څخه به خلاص شئ. دا په داسې حال كې چې خپل كمپيوټر ته مو پټنوم وركړئ وي او كه پټنوم مو نه وي وركړئ نو بيا خو خبره خلاصه ده بيا به ګيله نه كوې.
8. د CD په خپل سر خلاصېدو مخنيوى:
كه غواړئ چې د CD Autorun پخپل سر لوستلو مخنيوى وكړئ نو ماته غوږ شئ: كله مو چې CD كمپيوټر ته ور د ننه كړه، نو د Shift تڼۍ ټينګه ونيسئ، او ستونزه به مو حل شي.
9. زما كمپيوټر عربي ژبه نلري، څه وكړم؟
نه ياره داسې نه ده، داسې چل وكړه چې په كنټرول پنل كې به Regional and Language Options ته لاړ او هلته به Languages ته د ننه شې، او بيا به Install files for complex ****** and
right-to-left languages وټاكئ وروسته OK ته ټك وركړه او ستاسې كمپيوټر به په عربي ژبه هم خبرې وكولاى شي.
10. ملګريه دا راته ووايه چې په Win XP كې ScanDisk چېرې دى؟
داسې خبره ده كه مې خداى غلط نه كړي، چې ScanDisk پروګرام خو ډېر پخوانى و چې په 98 وېنډوز كې به كارېده خو اوس يې بدل په Windows د CHKDSK پروګرام دى..