شعر او ادب

چيرته د سندرو کاروان واړوم

چيرته د سندرو کاروان واړوم




 

د ښاغلي لطيف بهاند ليكنه

زه چې كله بې هنداره اوبې تصويره كېږم.زه چې كله غواړم درد مې په لفظونوكې ونغاړم، زه چې كله غواړم  چېرته يا چاته ځان بيان كړم. زه چې هغه وخت دبارانونو له بهير نه وركېږم او زړه ته دللمې دگلونو ور  ورجوړوم،نو دكاروان دغزلو تېريدونكي اونه ستړيدونكى كاروان ته غوږ غوږ شم.

 


 

زه چې كله كوم خم ته تكيه او يار ته مخامخ شم،نو پوهېږم دچا پښتني ارواح په ما گرځي راگرځي اودلرو لرو كليو ټپې مې په پښتني يكه زار تر غوږو كيږي.زه چې كله اوس،اوس په تصور كې دپښتنې ستومانه زړه له تل نه راجگ شوي فريادونه اورم،نو خيال كې په رښتيا سره زموږد دنگو غروډېرو دنگو ونو كاروان تېريږي.نو په دې گونگ ماحول كې يوازې دكاروان خبرې كوونكي او افسانه بيانوونكي چنار ته غوږ شم.هغه چنارته  چې روح يې دلوى گړنگ په شان دنغمو له ازانگونه ډك دى.نه پوهېزم چې دنغمو له ازانگو نه ډك دى او كه يا كوم غيبي سندرمارپه كې سندرې غږوي؟ خو دا غيبي سندرمار په كوكو كوكونارې وهي چې:
راشــــه درحمت بارانه ښـــــار اخيستى اور دى      ژوند لــــــــــــــكه دكــــلي دچنار اخيستى اور دى
راشـئ زما اوښكيې ورلـــــه يوسئ بلبــــــــلانو        سوځي درنه ښــــــكلي لاله زار اخيستى اور دى
نه يې دچا لاس لكه امېل له غاړې تاوشــــو         غاړه كې يې خپل دغاړې هــار اخيستى اور دى
وچې شونډې گرځئ بدبختـــــانو ميخوارانو        اوښكې د انــــگور وسوې انار اخيستى اوردى
لرې شه لمــــــــــنه به دې وسوځــــــي طبيبه           پرې يې ږده چې څه كيزي پرهار اخيستى اور دى
ما وې گلابي جــــامونه راكړه راتـــه وي يې     وار وكړه تلوار مه كــړه ستا وار اخيستى اور دى
سوې دكاروان سندرې چـــــــــا په زمزه كـــــړې     گوتې دمطرب وسوې شاتـــــار اخيستى اوردى


هوكې اور دى، خوپه دې نه پوهيږي چې دا اور په خپله هغه چا بل كړى دى چې ځان يې درحمت باران گڼلو.
هغه حتى په دې هم نه پوهيږي چې همدې باران  ژوند ته هم دكلي د هماغه يوازني چنار په شان اور وراچولی دى.نه يوازې دكلي چنار،دكلي لاله زار،دمين دغاړې هار،دكلي دانگور انارهم اور اخيستى دى.زموږ شاعر،هغه شاعر دى چې سندرې يې وينځې او غزل يې غلامان دي.هغه شاعرچې خوب تښتېدلو ته دغزلو اوقصيدو كاروانونه رسوي.دفطرت مور دنغموغوټې ورته ساتي.دا شاعرسره له هغه چې په مينه كې تر بل هر مين نه ډوب دى،مگرستمگر ماحول دى دې ته اړ باسي چې خپل نازك غزل ته داسې تشبې پېدا كړي:
دبڼو اوشونډو ياد هم رانه هېر دى        جوړ غزل مې له خنجر او له پرهر دى
دا هغه شاعر دى چې شهيدې پېغلې يې په ماتو كودړو كې له گودرنه د اوبو په ځاى ويني وړي.دا هغه شاعر دى چې دكلي ماشومتوب يې شهيد شوى دى.نوله دې كبله ده چې دتفكر او احساس دپراخ اسمان په لمنه كې ددغې راخوټيدونكى چينې او غيبي سندرمار  په باب به خبرې،څېړنې او ليكل به څه اسانه كار نه وي.
كلونه،كلونه كيږي چې ما دشعر په باب خپلې زده كړې اوڅېړنې پيل كړي دي .خودشعر  داسې يو تصوير،داسې يو ا نځور اوداسې يو تعريف چې زما تنده پرې ماته شي اوخوند راكړي نه ليكلى  اونه ويلى شم.ډېر وخت مې هغه په سندريزو توروكې د احساس ،  عاطفې اوتفكرنه تكراريدونكې جړه غوټه گنله.داغوټه چې څومره جړه وي په هماغه اندازه خوزماله پاره زړه راښكونكي وي،وگورى چې دكاروان له پاره شعر څه شى دى اوڅنگه جوړيږي:
چې سندرې مې راشنې شي له خبرو      په سپيروشونډومې تانده خولگۍ كېږده
كه شعردښكلوبيتونو،تركيبونو،كلمو،تشبيهاتو،استعارو،رديفونو،قافيو ،اهنگ او وزن نه جوړه شوى فرشته وگڼو،نوپه هغه انداز چې زموز دزره په تل كې ياغي اوسركش پښتني ناارام روح  كاروان شاعر ارام وي يا يې پرې راموي ،په دې قواعدو نه جوړيږي بلكې دكاروان دا جوړونه ډېره ساده اوپښتني ساده ده:

      شاعران يو د رڼو اوښكو پر پاڼو    د زړه وينې كړو سندرې بيايې وايو


كه شعر دخيال په  ميكدې كې نه دهغه چا لپاره چې د يار او زمان غم پرې غلطوي دهستي بښوونكو ميو،څاڅكي،څاڅكي راڅڅول وي.نو دكاروان دغزل، توري هم ددي ميو نه كم نه دي:


كاسې دغزلتور ويې دخيال له ميو ډكې     كاروانه نن دې طبع له خماره سوييدلي

 
شاعر بايد څومره لاره وهلي وي.شاعر بايددمعنويت كوم درشل ته رسيدلى وي.بايددتفكر كوم او دروح دبغاوت څه درجې ته ورسيزي چې شعريې دومره سندريزشي.چې شعريې دومره حماسي ليريك اوحماسي رومانتيك شي:


چېرته يې هندارې بې تصويره يـــــــــــــــــــــــــم              راشه چې بې خوبه بې تعبيره يــــــــــــــــــــــم
راشه چې تڼاكې پښې دې ښكل كړمـــــــــــــــه             وركه سبا ستړى له شوگيره يـــــــــــــــــــــــــــم
درديم په لفظونوكې مې ونغـــــــــــــــــــــــــــــــاړه            لږ خومې بيان كړه بې تفسيره يــــــــــــــــــــــم
شمس مې شه،صيقل مې كړه،شاعر مې شه        مست مې شه،محبوب مې شه،بې پيـــــره يم
زړه مې ورور دللمې دگلــــــــــــــــــــــــــــــونودى            ورك دبارانونوله بهيره يــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم
خدايه كه پښتو راســــــــــــــــــــــــــــــــــره ووايي           جار دې له مكر او له نكيره يـــــــــــــــــــــــــــــــم
چېرته دسندرو كــــــــــــــــــــــــــــــــــــاروان واړوم           زه راغلى نن دبم اوزيره يــــــــــــــــــــــــــــــــــــم


كله چې دغه راز شعرونه لولم په دې تصوركې كيږم چې شعربه په بربڼډو نازولو ، ورېښمينو اندېښنوكې دمعنويت مروړل وي.هغه هم په څه نزاكت او څه ادا. نودلته زه چې بېرته دشعر داساسي اجزاوو په فكر كې كېږم او سمدلاسه ماته: احساس، عاطفه، سندريز ريتم،كلمات   اوتفكر، وزن، قافيه ، رديف اونور ...راياديږي. خوهغه څه چې دكاروان په شعر كې راځي ،دغه ټول بريدونه لكه دزمان نه ايليدونكي بادونه پرې كوي.كله وړاندې، كله څنگ ته ،كله شاته درومي.په هر لوري چې درومي زما دژبې شعر پرې رنگينيږي.نو له دې كبله دى چې دكاروان دشعرښكلا ته نه يوازي ښكلا پېژندونكي،بلكې د شاهانو نه وروسته ،دغرونو تور ديوان ،هم سلامي كيزي:


تور دېوان يې سلامي كړل،دښكلا ووښاپېروته     غزلتوري دكاروان دي،كه غمي دسليمان دي


رښتينى شاعرتل په خپل شعر كې خپله راڅرگنديږي.هغه په خپل هرتخليق كې  دخپل ټول معنوي پيټي سره  روان وي.په تېره هغه شاعران چې شاعري دهغو له پاره په يوه مينه بدله شوي وي.شعر دكاروان، هستي  اود انديښنو زړى جوړوي.دى كيداى شي په پښتو ژبه كې لومړنى شاعر ووسي چې دومره زيات دشعر،شاعرى  ،شاعر،غزل، غزلتوري،غزلپاڼه،غزليز،سندرې،سندريز،سندرماراونغمي كلمې،په بېلابېل هنري انداز سره چې دده دشاعرانه احساس څرگندونه كوي،په شاعرانه سندريز ډول استعمال كړى وي.اودغزل په باب خبرې كوي.اوس به وگورو چي دده لپاره شعر ،غزل اوتوري يعني څه؟:
په خيال راشي دښكلا دمضمون ليــــــــــــــــچې         ماتيږي رانه ستا دشنوبنگړيو په شــان توري
ډك پاتې دي تيونه دغزل دغــــــــــــــــــــــــــزالانو       په غشيو ليگيدلي دكابليوپه شـــــــــــــــــــــــــان توري
چې زړه ته مې څوك واچوي دكاڼي غونډې غــــوټې   له غيبه په كې جوړشي دغميو په شـــــان توري
راويښ چې شي دحسن چين ماچين به راته نيسي       ويده لرم دزروښاپيريوپه شــــــــــــــــــان توري
ځونډى دپښتنې ليلي كميس ته جــــــــــــــــــــــوړومه       پييمه دلونگو دمريوپه شـــــــــــــــــــــــــــــــان توري
كــــــــــاروانه چې غزل پښتون وې پت به يې پالې      پرده كوي دپېغلو جينكيو په شـــــان توري ( ۱۶۵)
تردې نه برسيره كه دده دشعر موضوعات دچنار خبرې كوي په كتاب كې راوسپړو. دى په دې كتاب كې دشعر ،شاعرى اوغزل،غزليز،غزلتوري،غزلپاڼه ،سندرې، سندريز، سندرماراو نغمې كلمې چې په يوډول نه يوډول دده دتخليقي شاعرانه احساس بيان دى له څلورسوونه زيات وارې  استعمال كړي دى .يعنې له څلور سوه نه زيات رنگين او نه تكراريدونكي تصويرونه يې ترې جوړ كړي دي چې دشعر اوغزل په باب دده دپوهې اوژور نظر څرگندونه كوي.كله چې دزړه په سترگو اوشاعرانه مينې سره دده شعرونو لولې  دې نتيجې ته رسيږې چې دى په خپل شعركې حتى يوه كلمه هم  په تصادفي ډول نه انتخابوي . هره كلمه دزړه په درد كې مروړي . ديوه ستر فنكار په توگه يې دكوم محبوب غاړې ته اميل كوي.دى مخكې له هغه چې شعر و ليكې دخپلې شاعرۍ لپاره په خپل هنري توان سره مناسبه ژبه جوړوي.دى په ډېر تدبير سره غواړي لومړى جوته شوي ژبه سپېڅلي اولمانځي كړي او بيا خپل غزل تري جوړكړي:
ستا افغان ښايست به دپښتــو په ژبه وايم         جوړه پلازمينه مې دزړه په كندهـــــــــــــــــار كړه
خلكوپه ښكنځلو باندې ټول توري جوټه كړل     لږخويې كاروانه په غزل كې سندرماركړه     (۱۷۴)
زه نه پوهېږم چې دسندرې كلمه له كومه وخته په پښتو ژبه كې دانساني روح دانځور انځورونه باسي خو دومره پوهېږم چې تر كاروان نه مخكې چا زما په ژبه كې دسندرې كلمه دومره نازولي اوسندريزه كړي نه وه.دكاروان روح دپښتني ماحول دوهم سندريز طبيعت دى.دى دكلمو او تورو سندريز اواز،هغه اوازچې دكلموپه زړه او روح كې تېريږي په نه بيانيدونكي ډول سره اوري.دى دغه اواز دخپل روان دنه ارامه كيدونكي اواز له اوازه سره هم اوازه كوي.هغه دپښتو ژبې سندريز توان داسي احساسوي چې كولاي شو ووايو چې تر ده مخكې به كم چا احساس كړي  نه وي.دى دخپلې ژبې په ټوله پانگه،دهغې په سندريز، انځوريزاوپيچلي ښكلايز قدرت ډېرښه پوهيږي.خو دكاروان قدرت په دې كې دى چې دغه توان اوقدرت په ډېر توان اوقدرت په ډېر ساده ډول د پېچلتيا نه پرته په بې ساري هنري ډول بيانوي.دى چوپو كلماتوته روح بښي.دى چوپو اوخاموشو كلموته ښكلايزه داسې سا  بښي،په داسې ساده ډول له هغه نه نه تكراريدونكي  انځورونه جوړوي چې تر هغه نه، نوره سادگي امكان نه لري:

 وې گونگې بلبلې سندرمارې دې ترې جوړې كړې  ...    او په دې ډول توري نه يوازې په غزيدا بلكې په نڅا راځي، زه دكاروان دژوند او د هغه دشعر دلومړيو تجربو او هغه ماحول سره چې ده په كې هنري بيان پېل كړى دى پوره معلومات نه لرم.زه دهغه انگار په باب معلومات نه لرم چي ده دخپل شعردنغري اور پري بل كړى دى،خو هغه څه چې اوس لولم.دهغه هر شعر،هرغزل،هراواز اوهره قصيده ما لوستلو او زما قلم ليكلوته هڅوي.كيداى شي په رښتيا په دې غرونوكې دپيړو،پيړو نه كوم ويده كړل شوى  سندرمارده سره ياري كوي.كيداى شي په رښتيا دده دروح په گړنگ له نا بيان شويو سندرو اونغمونه ډك وي اوغيبي سندرمار په كرار كرارهغه ورته دشعر په توگه بيا نوي:
روح مي لوى كړنگ دى،دنغمو له ازانگو نه ډك   ښايي كوم غيبي لوى سندرمار ته مخامخ يمه
مگر له ورايه بريښي چې دى ديوه مومن اورښتيني معتقد په توگه بيرته خپل خالق ته ورگرځي،خوپه دې  گرځېدوكې خپل پښتني ماحول نه هيروي:
خداى مې ناست په زړه كې دى،باران پرگلو ځي راخي     ټول ټپه ټپه يم،يكه زار ته مخامخ يــم
خوپه همدې غزل كې دى خپل ټول قدرت ته حيرانيږي اودا حيراني تر دې رسيږي چې حتى نه پوهيږي چې دده سندربول اودده دشعر سندريز توان له څه دى:
ووايه كاروانه موكل دكوم يو راگ يمه ؟      تار مې له رباب سره،ستار ته مخامخ يمه
كه دا خبره ومنو چې هرشعر دهغه دويونكي شاعردشخصيت تجلا دى.هر شاعر په خپل شعر كې خپله هستي تجربه كوي.البته زموږ اكثرا شاعران هغه دالهى له عظمت نه پيل كوي.بيا ځان ته راځي.هغه نه وروسته ماحول ،انسان ،بيا دهستۍ بې پايه تجربې ته ورتيريږي.هغه په شوق،تلوسې،فصاحت سره په خپله ديوې رڼې چينې په شان راخوټيږي:
چې سندرې مې راشنې شي له خبــــــــــــــــــــــرو              پرسپېرو شوندو مې تانده خولگۍ كيږده
كاروان دمحبت دوچكاليو په كلونوكې،كله چې زموږ دملت دويښېدودسپرلي په ځوانۍ اوزليمتوب اورلگيدلى دى،كله چې دغم په كټ كې دغم تورې پيشو ځان اچولى دى،ده ته شعر،ده ته غزل،هم باران دى.هم دمهينې چينې اوبه دي.هم ژوند دى اوهم هستي .ټولو نه مهمه لا دا چې شعراوغزل دكاروان لپاره كله غيبي سندرمار شي،كله پير ،كله مريد،ياسنگ پارښادي،ياغمي دسليمان ،يازرين مقدس كتابونه اوياهم كيداى شي دده دروح په بې پايه بيابان كې چا دسندرو دتندې كاروان اړولي وي:
ايښې سندرمارې ښاپېرۍ پكې هنداره ده     زړه دسندريزوتصويرونو وركـــــــــه لاره ده
هرلوري ته منډې وهم ،گورم يې،خونه ښكاري     غږ يې راځي ناسته په هرلوري سندر ماره ده
كاروان چې ظاهرا ارام دى خو په باطن كې له انگاره ډك دى.داسى بريښي چې په گوگل كې يې يو بې پايه شوراوشرگډ دى ،خو خپله يو ځاى ددې پوښتنې ځواب په دې توگه وړاندې كوي:
له گډا اوله سندرويې تول جوړ دى    دچنار له غټې سټې يې ډول جوړدى
په خپل زړه كې مې ارام نه شته كاروانه     په دې سراى كې مې سندرو كهول جوړ دى
دكاروان شعر چې ژوره عاطفه هغه سره مل دى،غواړي خپلوهمژبو ته په ډېره ژوره، خو احتياط سره همدا عاطفه ورسوي:
ستړيو قافلو پام چې بې لارې شوۍ      سرته مو پردى روان رهبر نه دى
څوك مې ړنگوي دا دزړگي جومات      وايي چې قبلې ته برابر نه دى
بېرته به راشو اصلي خبرې ته او هغه داچې څنگه كاروان له خپلو غزلو نه سندر كوت جوړكړى دى.دى خپله په دى باب ليكي:زموږ دكلي خلك متل كوي :-"يو په خداي او بل په خبرو كې هرڅوك حق لري."چنار خبرې كوي كې ما ډېرې خبرې كړي دي. ځورېږم پردې كه خداى مه كړه كومه خبره رانه تشه خبره پاتې شوي وي او سندره كړي مې نه وي او يا هم ستا سو پر زړونوښه نه وي لگېدلې. كله كله په شاعر باندې دمينې اوښكلا داسې ليوني پيريان كښېني چې ځينې خبرې،ځيني ډېرې عادي پېښي او شېبې داسي ورته ښكلي دي چې پرشاعر دزړه له كومې دايمان غوندې گرانې شي . شته ډېر داسې شعرونه مې چې دپورتنيو شيبو اوكيفياتو  مولود دي.منم چې دا شعرونه به پوره روښانه نه وي،كه لږ زما زړه ته راشي اوزما دزړه ډېوه ورته ولگوئ گوندې بې معنى نه وي.كه ښه نه وو دومره ويلاى شم چې اراداتا مې نه دي ليكلي او رانه ويل شوي دي."لكه څنگه چې وويل شول ده په رښتيا سره تكل كړى دى چې پښتوژبه لا سندريزه كړي او بې ځايه نه ده چې ده يوازې  دچنار خبرې كوي په جونگ كې  دسندرې كلمې په بيلا بيل ډول ديوسلولس(۱۱۰) وار په شاو خواكې استعمال كړې ده او داسې نوي تركيبونه ددې كلمې نه په شعر كې راوړي دي چې ځينې ، ځينې يېبالكل نوي او نوي دي. راځئ چې لوستل يې تكرار كړو:غيبي لوى سندرمار،دسندرو جامې، سندريزيې   لكه سوره  دي سندرې،دسندرو كاروان،دغزلو او سندرو ونه،ته دسندرو دسوالگرو ونه،دسندرو مرغان،دسندرو ښار به ونيسي،دسندروددرياب په څېر،دسندرو مستې اوبه،خبروته به مستې دسندرو اوبه وركړي، دسندرويزدان، دسندرو كتاب،دسندرو سردار،سندريز دميني لمونځ، دسندرو سمندري مستان څپې، دسندرو فرښته،دسندرو خوراك،زخمي سندرې،دسندرو بوټي،په زړه كې دسندرو كرل،سندريز لاسونه،دعشق اودرد دشنو سندرو فصل ،پخې سندرې،دسندرو مولا،دسندرو بادار،دسندرو وزن،"وزن دسندروته دې تله دزړه جوړه ده" په غزل او سندرو كې گرځېدل،سندرمارې ښاپېرۍ،سندريزتصويرونه"مگر څاڅكي دسندرو په كې توي شي"سندريزې گوتي او دسندرو سمندر يعني دكاروان شعر...اوس چې موږ دنويو كلماتو او تركيبونوپه باب غږيږو نه يوازي دسندرې دكلمې او هغې پوري ټول نيو لوگيږم به يادووبلكې راځى چې هغه نوي تركيبونو هم راوليكو چې چور دكاروان دي او كيداى شي دلومړي ځل له پاره دكاروان په بركت او دده دشعر په سندريزو څپو كې پښتو ژبه رنگينه كړي وي ، لكه:پترى دغزل،دخيال تېشه،دبيلتون دشپي لويه دښته،دعشق اودرد دسندرو كرل،دنور وياله، دپخوسندرو  دطلايي وزو گيډۍ،دزړه لپې،دغزل جنيكۍ،دنور وږي،دغزل زاڼي،دتڼاكو پڼې،دوږمولولپه ځيگر،دشغلو لاسونه،درڼا بار،دژوندون دمړي پيټى،دتوبو بار،دگلونو لغات ،دفطرت دمور سندريزكول اونور بې شمېره داسې ښكلي اونوي تركيبونه:
ته وا ته هم دپښتو خوږه لنډۍ يې       يادوم دې په زارزار اوپه قربان
دكاروان په شعركې دفطرت هغه مور چې ډېره په ده گرانه ده.ټول پښتني رنگ،ادا،پښتني
دودودستور،پښتني ژبه،لنډه داچې دده فطرت ،دده دفطرت شعرپښتني،پښتني دى:
گيله مه كړه كه نازك غزل يې نه زده          ستا كاروان خو دشډلو غرو پښتون دى
كاروان سره له هغه چې دده شعر اكثرا اداگانې هندي دي،خودى اودده روح دزړه تر تله پوري پښتني دى.دى د ادا تر فنه پورې،دى دقلم تر خونده پورې،دى دخيري تر جلاله پوري،ساده،ساده،رښتيني اوشډل پښتون دى. هر هغه څوك چې دده شعر لولي او په هغه پوهيږي دپښتني ژوند له پوهيدو پرته دكاروان دشعر دتصويرونو ،تصور هم نه شي كولاى.دمثال په توگه دپښتني ژوند ترټولو نه مست ،ليوني، اراموونكي، اوعاشقانه شور باندې يوازې هغه څوك پوهيږي چې د ادم درباب دشرنگ په معنى پوهيږي او يا هغه احساسوي:
دشيخانو پادشاهي ده چې چپ چپ يم         ګنې زه هم  د ادم درباب تار يــــــــــــــم
په كاروان كې،دهغه په شعر كې،دهغه په غزلتورو كې دهغه دغزلبارو تورو په بې پايه دنيا كې،موږ كولاى  شو په ډېره اسانى سره دپښتني ژوند دمعما هغه غوټه پېدا كړو چې حل به يې هم دكاروان دغزلونو په تفسير كې وي. كه څه هم كاروان په خپله زموږدملت او دتاريخ خپلوڅپو نه پاتي شويو همژبو ته ، دننني ژوند يوه ناسپړل شوي معما ده چې په سيمه كې تراوسه پورې بې ساري ده. خوده په لنډه موده كې هغه څه كړي دي چې كولاي شو په اساني سره دى په پښتو ننني شعر كې،دپښتنو دملي ويښتيا او پښتني روح دښكلايز بدلون،بدلون اورنسانس وگڼو. په معاصر پښتو شعر كې تر پنځو ستورو نه وروسته چې هر دهغو هريوه دخپل زمان ، ژبې او نسل پوره په پوره صداقت ادا كړي دي،تر هغو بيا وروسته لايق ،شپون او باري لارنگين كړي دي او پسرلي اداگاني وربښلي دي  ،دا كاروان دى چې په شعر كې يې دپښتنو ژوند پښتني اړخونه،پښتو اوپښتني، پښتني  حوصله، صداقت، دربدري، سرگرداني، دقسمت نه   خلاصيدونكي  غوټه اوبالاخره دنورو تورو ارمانجنو د ارمانونو انځورونه په ښكلايز  اندازونو كې باسي:
چېرته مادچا په نوم ده دعا كــــــــــړې             دزيارت زړو كوترو گډا كـــــــــــــــــــــــړې
زرقبولې دعاگانې ترې لوگى شـــــــه           ښكلـــي يارراته يوه ښكلې ښيرا كـــړې
تورې مستې توتكۍ دې بهر گرځي              تورو سترگوځاله زړه كې زما كړې

په رنجولري اوښكې دي پرې خسلي       گنې ستورو به واى ډېره غوغا كړې
دجرس حاجت كاروان ته پاتې نه شو         شنو بنگړيودې وه مسته شرنگا كړې(۲۵۶)
كاروان په يوه خارق العاده مهارت سره دكلماتو روح ته ورننوزي او هغه پښتني كوي . هغوته پښتني روح وربښي :
اوږۍ دچا دغاړې دچنار له څانگې ژاړي       جوړ شوى وودماتووبنگړووڅلي په اوبوكې(۷)
اويا داچې:  وطن كې مې دغم نغارې چاوډنگولې    كاروان خو په ځاى پرېږده كوچيدلي چنارونه(۱۴۶)
كاروان ديوه خواخوږي اوسبا مين په توگه نه يوازې په پښتو ژبه بلكې دپښتو ژبې دشعر په شخصيت كار كوي.هغه دهغه په خلاق فرديت كار كوي.هغه دپښتو شعرمعنوي روان باندې كار كوي.هغه دپښتو شعرپه ښكلايز اوسندريزجوړښت كاركوي.هغه دپښتوشعرپه وزن كار كوي اورته هغه لازمه موسيقي ورجوړوي.كيداى شي ووا يم چې كاروان دپښتو شعرپه طبيعت كې،دپښتوژبې په خټه كې هغه پروت وزن او سندريز ترنم راسپړي چې تر اوسه چا نه دى راسپړلى. يا تركاروانه دمخه چا نه دى غزولى يا به ما نه وي اوريدلى.  كله چې دكاروان شعر لولې،په هغه كې دده  دملت او پښتني ژوندد طبيعت داسې نازكې اداگانې راانځوريږي چې دده وينا دده دملت دفرهنگ په ابدي دايرته المعارف بدلوي.دلته گورو چې هغه كوچاني او د يوې كليوالي پښتني په خبرو اترو كې اصطلاحات څنگه دشاعر په كوډيز قدرت په ښكلو انځورونو بدليږي ،لومړي به وگورو چې دى په خپل شعر كې كوم اصطلاحات  راوړي: كلى،بركلى(كوزكلى نشته) سورسالو،شنې جامې،دسپينې خولې تور،تور توپك، للمه، غاټول،
شډل،زاني،كټوري،غرني،گورگورې،دڅڼو ول، منگي، غشې، لينده، دورځودمنځ خال،سرې
منگولې،دگودر جونې،قلنگ، ملنگ، كچكول، خال، شينكى خال، كنډو، اوښ، دښته، شگلنه، شپونكى  ، رمه،ورى،مازديگر،مچې،خولې، خرمنه،  اتڼ،غرونه،توتكۍ،  وياله، غنم، كرونده ،   غلمينه، باز،كوتره، تورغرونه، بنگي،ځونډي،اوښ،رانجه،اغزي،دنگې ونې،شنه بنگړي،لوگي،نغري،كاروان،او په سلگونونورې داسې ويناوې  چې زموز دورځني ژوند هينداره ترې جوړيږي.او يا دا بيت: شهنشاه دغزلونودى ليكلى       ستا په ددووپښتنوسترگو كې ديوان  (۴مخ)
كاروان په يوه خارق العاده مهارت سره دكلمات روح ته ورننوزي او هغه پښتني كوي.هغوته پښتني روح وربښي او ورته وايي :
كاروانه!چې غزل پښتون وې پت به يې پالې    پرده كوي دپېغلو جنكيوپه شان توري (۱۶۵مخ)
اويا داچي:    خدازده ولې دگودر غوندې رنگين يې    ستا سرې شونډې خو لاښكل نه دي پيزوان(۴مخ)
او ياهم دابيلگه:
اوږۍ دچا دغاړې دچنار له څانگې زانگي      جوړ شوي وودماتو بنگړوڅلي په اوبو كې(۷مخ)
كاروان دپښتو شعر په شخصيت كار كوي.هغه دپښتو شعر په انفراديت كار كوي.هغه دپښتو شعر په معنوي روان باندې كار كوي.هغه دپښتوشعر په ښكلايز جوړښت كار كوي.كاروان دپښتو شعرپه وزن كې هغه لازمه موسيقي راسپړي چې ددې ژبې په خټه كې ،ددې ژبې په طبيعت كې پرته ده.داهغه راز دى چې تر كاروان دمخه ډېر لږ چا كولاى شو په هغه پوه شي:
گل هم په يوه پښه ورختلى دى دخداى په توكل   دښكلا داسې غره ته خيږم چې هيڅ لار نه لري(۳۲مخ)
كه دستندال داخبره ومنوچې" هنرمند له هر څه نه زيات دهنري تخليق له پروسې نه خوند اخلي"نو دكاروان دشعري  هنري تخليق تر مطالعې نه وروسته ،دهغه دنظرياتو ترڅېړنې نه وروسته دې نتيجې ته رسيږوچې كله هغه دخپل شعر په ښكلايزاومعنوي اړخ كار كوي دى به هم په بې ساري توگه خوند ترې اخلي.پرې وياړي به .پرې نازيږي به .او په څه شاعرانه،په څه روحانۍ دنياګى به په كې حل كيږي:
زړه ته ورځي خو په خوله اعتراف كله كوي        چې دې كاروان هم په غزل كې قيامت كړى دى
كه دپوهانو داخبره چې دهنري بشپړتيا بهير دتفكر،تخيل، منطقي تحليل نه تيريږي او په پاى كې تخليق ته رسيږي .دكاروان په برخه كولاى شو په دې ډول وليكوچې: دكاروان دهنري بهير ټولې چارې تخليق دى.دهغه دكار پيل،دهغه تفكر ،دهغه منطقي تحليل اوپه خپله تخليق هم تخليق دي. كاروان چې كله شعر ليكي ځان نه دعشق دنړۍ يو مستانه او بې پروا قلندر جوړوي.دى دسندرو په كېږدى كې كېني .داقلندردتسپو په ځاي په سپينوستورو په ترنم،ترنم ذكر كوي. هغه ويني چې يوه سندريزه مستانه ښاپيرۍ چې لوپټه يې د نغمونه له تارونه جوړه ده او دى دخپل روح له خولې نه دهغې په لوپټه كې غزلونو وتمبوي. هوكې دا دده دهنر بهير دى.دادده دشعرليكلو دريځ دى.په دې بهير او په دې دريځ كې دده ماحول ټولې او يو مخى شډل،پښتني اوطبيعت ته نيزدې ماحول دى.دده شاوخواكې تودې شگې،اور،نغرى ،كېږدۍ، اوبه، خوږ، ځنگل، غاټول،لوپټه، سښاپيرۍ،خولي ، خولي،كلي اولښتي يا ميشت دي،يا روان دي،ياپراته دي او يايي په كلي توگه ټول په غيږ كې نيولي دي

 


Facebook 'Like' Button
 
 
د نن ورځي ددي برخي دکتونکو شمير دي 1 visitors (1 hits) on this page!
This website was created for free with Own-Free-Website.com. Would you also like to have your own website?
Sign up for free